دی زياتوي، حکومت او امنیتي سکټور بايد پر خپلو جنګي پالیسيو او تکتيکونو بیا غور وکړي.
رحماني د ولسي جرګې د داخلي او دفاعي امنيت کمېسيونونو ته دنده وسپارله چې د امنيتي سکټور نيمګړتيا او کمزورتيا بررسي او د حل لپاره يوه طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
هغه وويل:
«موږ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې امنيتي ګواښونونو، د ولسواليو پر مرکزونو د طالبانو بريدونو او پر ملکي وګړو هدفي چاودنو ته اندېښمن يوو، د داخلي او دفاعي امنيت کمېسيونونو ته دنده سپارو، څو د امنيتي سکټور نيمګړتيا او کمزورتيا بررسي او د حل لپاره يوه طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړي.»
د ولسي جرګې غړې شينکۍ کړوخېل بيا وايي، ولسي جرګه بايد داسې کمېټه رامنځته کړي چې د سولې پر پروسې او د هېواد پر روان وضعيت نظارت ولري.
دا زياتوي، طالبان وخت ضایعې کوي او فکر کوي چې د زور له لارې به واک ته ورسېږي.
کړوخېل:
«ولسي جرګې تر اوسه داسې کمېټه نهده جوړه کړې چې د سولې پر پروسې او د هېواد پر روان وضعيت نظارت ولري، زما وړاندیز دا دی چې داسې يو کمېټه بايد رامنځته شي.»
باورونه دا دي چې د سولې پروسه هم له نامعلوم برخليک سره مخ شوې ده.
د سياسي چارو شنوونکی يونس فکور وايي، په هېواد کې د سولې ټينګښت د حکومت او طالبانو په لاس کې نهدی او په خبره یې د امریکا په ګډون د سیمې هېوادونه د افغان سولې په اړه یوې هوکړې ته نه شي رسېدلی.
فکور له روان وضعيت څخه د وتلو په هدف د سياسي يووالي پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ او زياتهيې کړه چې پهدې برخه کې د دولت عالي شورا رامنځته کېدل ښې پايلې لرلی شي.
هغه وويل:
«زما په اند په هېواد کې د سولې او اوربند ټينګښت د حکومت او طالبانو په لاس کې نهدی، امريکا، روسيه، ايران قطر او نور هېوادونه پهدې برخه کې رقابتونه کوي او هوکړې ته سره نهرسېږي.»
حکومت وایي، د سولې او اوربند لپاره یې اساسي ګامونه پورته کړي، خو په وینا یې، طالبانو بيا جګړه خپلو هدفونو ته د رسېدو وسيله ګرځولې.
د جمهور رییس د وياند مرستيال محمد اميري کليد ته وويل، د سياسي اجماع د تقويه کېدو په تړاو هم له سياسي مشرانو سره خبرې روانې دي.
اميري وويل:
«حکومت په هېواد کې د سراسري سولې او اوربند د ټنګښت لپاره اساسي ګامونه پورته کړي دي، خو طالبانو جګړه خپلو موخو د رسېدو وسله ګرځولې.»
د ملي دفاع وزارت وياند روحالله احمدزي بیا کلید ته وویل، د امنيتي ځواکونو او ملکيانو د تلفاتو مخنيوي په هدف په ځينو سيمو کې شاتګ شوی او د بېرته نيولو لپاره یې منظم پلان لري.
ده زیاته کړه، تازه دمي ځواکونو هغو ولايتونو ته چې پهګې ګواښونه زيات و رسېدلي او چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
احمدزي وويل:
«د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځينو سيمو کې د دوی او د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره شاتګ کړی دی او دا سيمې وسلهوالو ته نهپرېښودل کېږي، موږ د دې سيمو د بېرته نيولو لپاره منظمې برنامې لرو.»
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره هممهاله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جګړو زور اخیستی او يو شمېر ولسوالۍ هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې، هغه څه چې ملي دفاع وزارت یې تکتيکي شاتګ بولي.