ads

د رسول باوري جنازه په کندهار کې خاورو ته وسپارل شوه

ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري د روانې جوزا میاشتي پر ۲۲ د شنبې په ورځ له دې پاني نړۍ سترګي پټي کړې.

تاج محمد ساحل
24 غبرګولی 1400
د رسول باوري جنازه په کندهار کې خاورو ته وسپارل شوه
د پوهاند محمد رسول باوري جنازه له مرکز کابل څخه کندهار ته رواړل شوه او پرون مازدیګر یې د لویې عیدګاه په جامع جومات کې د جنازې لمونځ ترسره شو او جنازه يې د کندهار پوهنتون د مشاهېرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
په دې جنازه کې په فرهنګي چارو کې د ریيس جمهور سلاکار محمد زرين انځور د جمهور رییس محمد اشرف غني پیغام ولوست چې پکې د ریيس جمهور له لوري غمشريکي او خواخوږي شريکه شوې وه.
جمهور ییس دهېواد په کچه د پوهاند محمدرسول باوري مړينه لويه ضايع ګڼلې ده.
«زه د پوهاند محمد رسول باوري پر مړینه سخت خواشینی یم او د هغه مړینه د هېواد په کچه لویه ضایع بولم.»
اروا ښاد باوري په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې  زېږېدلی و او لوموړنۍ زده کړي يې هم په همدې ولسوالۍ کې کړې وې.
پوهاند باوري ۱۷ کاله د لرغنپوهنې په برخه کې کار کړی او ۴۱  چاپي اثار لري.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین هارون حکیمي وايي: «مرحوم باوري د افغانستان زرګونه ځوانان روزلي او مړینه يې د افغانستان لپاره لویه ضایع ده.»
د کندهار پوهنتون د مشاهېرو په هدیره کې د ګوتو په شمېر د هېواد او کندهار په کچه علمي او فرهنګي کادرونه خښ شوي، چې د هغې له جملې څخه تر ټولو مخکنی قبر د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد دی.
د پوهاند محمد رسول باوري جنازه هم په همدې هدیره کې خاورو ته وسپارل سوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA