هغه تر دې وړاندې د «جي اووه» په غونډه کې د ګډون په هدف انګلیستان ته تللی و.
په بروکسل کې د دې غونډې لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ټاکل شوې چې د ناټو په غونډه کې به بایډن د امریکا د رول په اړه خبرې وکړې، چې تر دې وړاندې د ټرمپ په حکومت کې له ستونزو سره مخ شوی و.
د ناټو تر غونډې وروسته به د دغه سازمان مشران یوه ګډه بیانیه هم خپره کړي.
په پام کې ده چې په دې ناسته کې د فضا پر امنیتي مسایلو او د چین پر پراخه کېدونکي نفوذ هم بحث وشي.
د ناټو تر غونډې وروسته به د امریکا جمهور رییس د ترکیې له جمهور رییس رجب طیب اردوغان سره هم وګوري.