ads

په کامې ولسوالۍ کې ماین چاودنې درې پولیس ټپیان کړل

د ننګرهار امنیتي چارواکي هم په کامې ولسوالۍ کې پر پولیسو ماین چاودنه منلې ده.

کلید
24 غبرګولی 1400
په کامې ولسوالۍ کې ماین چاودنې درې پولیس ټپیان کړل

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان وایي، نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کامې ولسوالۍ په ترایي سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د پولیسو په رینجر موټر چاودنه کړې.
د ده په خبره، د دې چاودنې له امله درې پولیس ټپیان شوي دي.
بلخوا، یوې بلې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل چې په یاده چاودنه کې پنځه پولیس ټیپان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA