د دې جرګې رییس میرالرحمن رحماني د نن ورځې عمومي غونډې ته وویل چې د کابل په لودیځه برخه کې پر ملکي وګړو چاودنې د جدي اندېښنې وړ دي.
رحماني د هېواد له سیاسي او امنیتي مشرانو وغوښتل چې د امنیتي حالت ښه کېدو او پر ملکي وګړو د روانو چاودنو مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاه پور حسنزوی هم پر امنیتي بنسټونو نیوکه وکړه چې د امنیتي حالت په کابو کېدو او پر ملکي وګړو د چاودنو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
ولسي جرګه پر داسې مهال اندېښنه څرګندوي چې د هېوادو په بېلابېلو برخو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.
د دغو نښتو په پایله کې له ځینو ولسوالیو افغان سرتېرو تکتیکي شاه تګ کړی، خو د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.


