ads

عبدالله او «ژان ارنو» د سولې پر مسله غږېدلي

د افغانستان د مصالحې شورا وایي، د دې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پرون ناوخته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي «ژان ارنو» سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

محمدخان بریال
24 غبرګولی 1400
عبدالله او «ژان ارنو» د سولې پر مسله غږېدلي

د مصالحې شورا له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو پر افغان سوله او له دې پروسې څخه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ په بحث وکړ.
د ملګرو ملتونو نوي استازي تمه ښودلې چې له مصالحې شورا او نورو اړوندو ادارو سره یوځای به د افغانستان د سولې په برخه کې پورته مرسته کوي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان د روانو ستونزو حل د خبرو له لارې کېږي او په وینا یې، ټول جریانونه باید د جګړې پایته رسېدو لپاره د سولې له ټینګېدو څخه ملاتړ څرګند کړي.
په ورته وخت کې د مصالحې شورا مشر په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ د سولې، تاوتریخوالي ډېرېدو، د دوحې د خبرو او وروستیو سیاسي بدلونونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د سولې په تړاو پر داسې مهال خبرې کېږي چې لاهم د دوحې په پیل شوو خبرو کې څرګند پرمختګ نه دی شوی او په ورته وخت کې په هېواد کې د ښکېلو لورو تر منځ تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.
په روانو نښتو کې د ښکېلو لورو تر څنګ ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA