ads

د جمهور رییس سلاکا نبي مصداق ومړ

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل چې پخوانی خبریال او د جمهور رییس محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار محمد نبي مصداق د ور پېښې ناروغۍ له امله مړی شو دی.

محمدخان بریال
24 غبرګولی 1400
د جمهور رییس سلاکا نبي مصداق ومړ

هغه تر دې وړاندې پر کورونا ناروغۍ اخته شوی و او نن سهار یې ساه ورکړې ده.
محمد نبي مصداق تر دې وړاندې د بي بي سي راډیو خبریال او په بریټانیا او امریکا کې یې د پوهنتون د استاد په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
تر دې وړاندې د هېواد د وتلي سندرغاړي عبدالله مقري د مړیني خبر هم خپور شوی و، خو د هغه زوی ویلی چې پلار یې ژوند دی او تر درملنه لاندې دی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره پر یو وخت له دې ناروغۍ څخه د مړینو شمېر هم ډېر شوی او ګڼ کسان ترې مړه شوي دي.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چي دا ناروغي جدي وبولي او روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA