له جمهوري ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې غونډه کې د هېواد پر روان امنیتي حالت او ورته نورو مسایلو بحث وشو.
د سرچینې په وینا، جمهور رییس د امنیتي مسولینو د راپورونو تر اورېدو وروسته امنیتي او دفاعي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې په منظمې همغږۍ په ټول هېواد کې د وسله والو خوځښتونو مخه ونیسي.
دا غونډه پر داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی دی.
د امنیتي چارواکو په وینا، په همدې څو ورځو کې افغان سرتېرو له څو ولسوالیو تکتیکي شاه تک کړی.
خو اوس بیرته هلته امنیتي سرتېري مېشت شوي او د وسله والو پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.


