ads

اردوغان: ترکیه د حامدکرزي هوایي ډګر مسولیت اخیستلو ته چمتو ده

د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان تېره ورځ ناوخته رسنیو ته ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به ترکیه د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت چارې پر غاړه واخلي.

محمدخان بریال
24 غبرګولی 1400
اردوغان: ترکیه د حامدکرزي هوایي ډګر مسولیت اخیستلو ته چمتو ده
هغه د ناټو غونډې ته تر تګ وړاندې دا څرګندونې کړې دي.
ده زیاته کړې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازنی د باور وړ هېواد ترکیه ده چې د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر ساتنې مسولیت پر غاړه اخیستلی شي.
د اردوغان په وینا، په دې اړه به د امریکا له جمهور رییس جوبایډن سره هم خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې نن په بروکسل کې د ناټو غونډه وشي.
په دې غونډه کې به د ناټو مشران د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان پر امنیتي حالت بحث وکړي.
ترکیه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې پیدا شوې دي، خو ناټو یې یوه غړي هېواد ته د امنیت د سپارلو خبره کړې ده.
طالبانو بیا ویلي چې دوی ته په افغانستان کې د هېڅ هېواد نظامي شتون د منلو نه دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA