ads

په هلمند کې اته پولیس وژل شوي

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطالله افغان د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ته نېږدې د بست کلا په سیمه کې په یوه امنیتې پوسته کې اته پولیس وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي .

حضرت محمد روحاني
23 غبرګولی 1400
په هلمند کې اته پولیس وژل شوي
هلمند

نوموړی زیاتوي چې تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل معلوم نه دی.
همدغه راز بیا سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په همدې سیمه کې یو پولیس خپل نهه ملګري وژلي او له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.
د هلمند امنیتي چارواکو بیا په دې اړه بې خبري ښودلې ده.
تر دې وړاندې هم په نفوذي بریدونو کې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښې مسولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA