ads

په لوګر کې یو تن دیني عالم ووژل شو

د لوګر امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د یو تن دیني عالم د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
23 غبرګولی 1400
په لوګر کې یو تن دیني عالم ووژل شو

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، وسله والو طالبانو پرون غرمه مهال مولوي سمیع الله راشد وژلی دی.
دی زیاتوي، دا مولوي د بابوس سیمې ته د یوې جنازې لپاره تللی و چې د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته د مرکز پل علم اړوند په سید محمود غازي سیمه کې په وحشیانه ډول وژل شوی دی.
د احمدي په وینا، دغه مولوي په یاده سیمه کې د یو ښوونځي د امر په توګه دنده تر سره کوله.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو بریدونو کې دیني عالمان په نښه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA