د لغمان د ولایتي شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزي کلید ته وویل، تېره شپه د یاد ولایت دالیشنګ ولسوالۍ اړوند په کوټالۍ سیمه کې د طلا محمد په نوم د یو ولسي وګړي پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د هغې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه غړي وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
هغه وویل، اوسمهال په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او مالومات هم نه کېږي چې یاده مرمۍ د چا له خوا توغول شوې ده.
بلخوا، بیا په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وایې، یاده مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې ده.
خو وسله والو طالبانو یې بیا پړه پر افغان ځواکونو اچولې ده.


