د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په عملیاتو او دفاعي بریدونو کې په مقر، اندړ او ګیلان ولسوالیو کې تر ۸۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، په یادو ولسوالیو کې د افغان سرتېرو پیل شوي عملیات به له طالبانو څخه د دغو ولسوالیو تر پاکېدو پورې دوام پیدا کړي.
د جمعه زاده په خبره، د طالبانو په بریدونو کې بیا درې افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.
طالبانو بیا په غزني کې ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی، خو په ځینو ولایتونو کې یې افغان سرتېرو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د غزني له یو شمېر ولسوالیو افغان سرتېرو تکتیکي شاه تګ کړی و، خو اوس یو ځل بیا هلته افغان ځواکونه مېشت شوي او د طالبانو پر وړاندې یې عملیات دوام لري.


