د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، په همدې موده کې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۸۱ طالبان وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، ۲۷ کړۍ ماینونه چې د وسله والو طالبانو له لوري په ځمکه کې اېښودل شوي وو، د امنیتي سرتېرو له لوري شنډ شوي دي.
د سرچینې په وینا، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لغمان، میدان ورک، پکتیا، ارزګان، نیمروز، بادغیس، سرپل او هلمند ولایتونو کې اوښتې ده.
پرون هم ګڼ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي وو.
خو وسله والو طالبانو ځان ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.


