ads

مجروح: تر سبا ۳۴ ولایتونو ته د کورونا واکسین رسېږي

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله مجروح د یکشنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل چې روغتیا وزارت له نورو بنسټونو سره په ګډه د کورونا ویروس د درېیمې څپې پر وړاندې د جدي مبارزې لپاره لازمه همغږي لري.

محمدخان بریال
23 غبرګولی 1400
مجروح: تر سبا ۳۴ ولایتونو ته د کورونا واکسین رسېږي

هغه زیاتوي چې د چین له لوري افغانستان ته ۷۰۰ زره ډوزه واکسین رارسېدلی او ټاکل شوې چې ترسبا ټولو لېرې پرتو ولایتونو ته هم واستول شي.
د مجروح په خبره، د واکسین په لومړي پړاو کې یو میلیون ډوزه واکسین په هېواد کې په شفاف ډول پلي شول او هیله څرګندوي چې نوي واکسین به هم په ډېره شفافه بڼه تطبیق شي.
نوموړی همدارنګه وایي، روغتیایي کارمندان، افغان سرتېري، ښوونکي، د بانکونو، ټرانسپورټ وزارت او نورو ادارو کارمندان او هغه کسان چې عمرونه یې تر ۵۵ کلونو لوړ وي، په سرطان، شکر او ورته نورو ناروغیو اخته وي، په دغه پړ او کې به واکسین شي.
د یادولو وړ ده چې لاهم هېوادوال په روغتونونو کې د اکسېجن پر کمېدو نیوکه کوي، خو د روغتیا سرپرست وزیر وایي چې په یوه شپه او ورځ کې په هېواد کې تر دوه زره بالونه ډېر اکسېجن تولیدېږي او د ډېرېدو لپاره یې هڅې روانې دي.
دا مهال په هېواد کې تر ۸۰ زره ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر درې زره نور ترې مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA