ads

د بهرنیو چارو وزیر د ناورې له سفیر سره وکتل

بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر محمد حنیف اتمر تېره ورځ ناوخته په افغانستان کې د ناورې هېواد له سفیر «اولي اندري لیندمن» سره ولیدل.

محمدخان بریال
23 غبرګولی 1400
د بهرنیو چارو وزیر د ناورې له سفیر سره وکتل

د یاد وزارت خبرپاڼه وایي، په دې لیدنه کې د ناورې سفیر په بروکسل کې د ناټو د غونډې په تړاو د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل او د دواړو مشرانو تر منځ د افغانستان د سولې پر مسله او د ناټو د همکاریو پر دوام خبرې وشوې.
په ورته وخت کې حنیف اتمر د ناټو د همکاریو دوام غوښتنه کړې ده.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه بل خبرپاڼه کې راغلي چې اتمر په کابل کې د اورپایي ټولنې له استازي سره هم کتلي دي.
د اورپایي ټولنې استازي ډاډ څرګند کړی چې دا ټولنه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر بیا د سیمه‌ایز اتصال او انرژۍ لیږد پروژو پلي کېدل د سیمې د ثبات لپاره مهم بللي دي.
اورپایي ټولنه پر داسې مهال له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکوي چې ټاکل شوې ډېر ژر بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو نړیواله ټولنه به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA