په پرونیو چاودنو کې د افغان فلم دوې کارمندان هم وژل شوې

د افغان فلم رییسه صحرا کریمي وایي، په کابل ښار کې پر دوو ټونس موټرو په پرونیو چاودنو کې د دوی دوې کارمندانې فاطمه محمدي او طیبه موسوي هم وژل شوې دي.