هغې د یکشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
کریمي زیاتوي چې د یادو کارمندانو جسدونه پرون د تشخیص لپاره عدلي طب ته وړل شوي وو او د کورنیو له لوري پېژندل شوي چې وژل شوې نجونې د دوی د کورنیو دي.
وژل شوې نجونې تازه په افغان فلم کې په دندو ګمارل شوې وې.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ په برچې سیمه کې نېږدې درې بجې پر دوو ټونس موټرو چاودنې وشوې.
د کابل امنیتي چارواکي وایي، په دغو چاودنو کې اووه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


