د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دې وروستیو کې هغه قومي مشران نیول شوي چې د منځګړیتوب پر اساس چې طالبانو ته د افغان ځواکونو پوستې تسلیم کړې دي.
کورنیو چارو وزارت ګواښ کوي چې که هر څوک تر دې وروسته دا کار ترسره کړي، امنیتي ځواکونو ته یې د نیولو امر شوی دی.
ارین زیاتوي، افغان سرتېري د خلکو له ملاتړه برخمن دي او له هغوی څخه د ساتنې لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.
کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال دا ګواښ کوي چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېدې.
امنیتي بنسټونه وایي، تازه یې داسې عملیات پیل کړي چې پر مټ به یې ګڼې سیمې د طالبانو له شتون پاکې شي.


