ads

کندز ولایت کې ۲۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د کندز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې ۴۲تنه وسلوالو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
22 غبرګولی 1400
کندز ولایت کې ۲۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي
افغان ځواکونه/ کندز

د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د کندز په خان آباد او علي آباد ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول او ۴۲ تنه وسلوالو طالبانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو په دوام علي اباد لسوالۍ کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان شوي او همدارنګه په خان آباد ولسوالۍ کې د یادې ډلې د سرې قطعې قوماندان سیدجان په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي.

دی وایي په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې یو سرتیری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه  نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA