ads

په کابل ښار کې دوو چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړې

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار ۱۳مې او شپږمې  امنیتي حوزې اړوند سیمو کې دوه چاودنې شوې دي، چې دواړو پېښو کې ۱۳ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
22 غبرګولی 1400
په کابل ښار کې دوو چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړې

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا کلید ته وویل چې لومړۍ چاودنه نن له غرمې وروسته لس کم درې بجې د کابل ښار ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یو ټنس موټر شوې او دوهمه چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یو بل ټونس موټر شوې ده

د نوموړي به خبره په دواړو پېښو کې اووه کسان وژل او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دواړه چاودنو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA