ads

په بلخ ولایک کې چاودنې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا یو ۱۰ بجې د مزار شریف ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې په پایله کې څلور تنه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
22 غبرګولی 1400
په بلخ ولایک کې چاودنې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د والي ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل چې په چاودنه کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

بلور ته د ابو علي سینایی بلخي روغتون رییس غوث الدین انوري کلید ته وویل چې د پېښې له ځای ورته یو جسد او پنځه تنه ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA