د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل چې تېره شپه ناوخته د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند په ارغندې سیمه کې پنځه تنه چې له خپلو کورنیو سره تر یوه واده وروسته کورونو ته روان و، د وسلوالو لخوا لومړی تښتول شوي او بیا وروسته وژل شوي دي.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسلوالو طالبانو کار بولي، خو یادې ډلې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د کابل ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د جنایي پېښو راپورونه ورکول کېږي؛ خو د کابل پولیس بیا د وضعیت د کابو کولو ډاډ ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

