ads

ننګرهار کې یوه کښتۍ له سپرلیو سره په اوبو کې ډوبه شوې

 د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه کېښتۍ له سپرلیو سره په اوبو کې ډوبه شوې ده.

فقیر محمد فقیرزی
22 غبرګولی 1400
ننګرهار کې یوه کښتۍ له سپرلیو سره په اوبو کې ډوبه شوې

د ننګرهار ولایتي مسوولان وایي،دغه کېښتۍ چې خلک یې لېږدول د بهسودو ولسوالۍ اړوند، ګردي کڅ سیمه کې د کونړ سیند په اوبو کې ډوبه شوې.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې په کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه سپاره وو.

نوموړی وایي، تر دې دمه یو ماشوم ژغورل شوی او د نورو د ژغورلو هڅې روانې دي.

خو بل لورته ځایي خلک بیا وايي، چې تر ۱۵ تنه په کښتۍ کې سپاره وو او په اوبو کې د کېبل د شکېدو له امله په اوبو کې ډوب شوي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې له عامو خلکو ډکه یوه کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوې وه، چې وروسته یې ټول سپرلي د عامو خلکو له لوري وژغورل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA