نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه دا خبره کړې ده او لیکلي دي: پر طالب د سولې هره هڅه بده لګېږي، هر نړیوال عالم چې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي او د طالب جګړه غیر شرعي وګڼي، دوی ورته غلام وایي.
د جګړې پیداوار نسل د افغانستان د قضیې د حل لپاره له جګړې پرته بله لاره نه لري.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د بیا پیل لپاره هڅې پیل شوي، خو د دواړو ډلو ترمنځ جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی دی.
وسلوالو طالبانو د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

