د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د دغه خبر پخلی کړی او ویلي چې نوموړی د تېرو څو ورځو راپدېخوا ناروغ و چې تېره شپه يې روغتون کې ساه ورکړې ده..
محمد رسول باوري د هېواد وتلی لرغونپوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني معین او د کابل پوهنتون استاد و، چې ګڼ شمېر علمي اثار او مقالې په میراث پرېښودې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

