د یادې قول اردو مطبوعاتي ویاند ایمل خان مومند وایي، چې تېره ورځ ګډو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د خاني قلعه، عالم وال او د سیني کمپ په سیمو کې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا د بریدونو په پایله کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۴۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور یي ټپیان شوي.
دی زیاتوي افغان ځواکونو د عملیاتو په دوام د طالبانو یو پټنځای او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړي دي.
وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

