ads

په غور ولایت کې ۱۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د غور سیمه ییز چارواکی به دغه ولای کې وسلوالو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
21 غبرګولی 1400
په غور ولایت کې ۱۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي
غور ولایت

د یاد ولایت د والي ویاند زلمی کریمي وایي، وسلوالو طالبانو پلان درلود چې د غور ولایت په تولک ولسوالۍ باندې ډله ییز برید ترسره کړي چې د افغان ځواکونو له برید سره مخ شوي او ۲۵تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۱۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۱تنه نور ټپیان دي.

دی زیاتوي د وسلوالو طالبانو په برید کې یو تن امنیتي منسوب وژل شوی او بل تن یې ټپي شوی دی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA