په دوحه کې د وسلوالو طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وردک وایي، په کتنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر روان وضعیت، په افغانستان کې د چینايي کمپنیو د امنیت او د کورونا اوسني وضعیت کې د افغانانو لپاره د چین له لوري پر روغتیايي کومکونو بحث وشوه.
د طالبانو د چین له سفیر سره د افغانستان سره د روغتیایي کومکونو په تړاو داسې مهال خبري کې چې د کورونا وبا درېیمه څپه په هېواد کې په ډېرې چټکۍ سره روانه ده او هره ورځ لسګونه کسان ترې مړه کېږي.
د افغان روغتیا وزارت تېره اونۍ وویل، چې د روغتیا وزارت د اکسجن له کمي سره مخ دی او په دې برخه کې یې پر نړیوالو هېوادونو غږ کړی چې ورسره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې تازه ازبکستان له افغانستان سره ۱۰۰۰ بالونه اکسیجن مرسته کړې او ټاکل شوې چې نن ماښام به دغه مرسته شوی اکسیجن د بلخ حیرتان بندر ته ورسیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

