ads

د افغان دولت مرکچي پلاوي له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او یو شمېر غړو له زلمی خلیلزاد سره لیدلي او د افغان سولې پروسې د چټکتیا په تړاو ورسره غږېدلي دي.

شمس الرحمن شمس
21 غبرګولی 1400
د افغان دولت مرکچي پلاوي له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

ددې وزارت ویانده ناجیه انوري کلید ته وویل، یاده ناسته تېره ورځ ناوخته په دوحه کې ترسره شوه چې پکې د سولې پروسې او د هغې په مختلفو اړخونو او همدارنګه د افغانستان په سولې کې د سیمې هیوادونو پر رول خبرې وشوې.

د نوموړي په خبره مرکچي پلاوي له زلمي خلیلزاد سره د بین الافغاني مذاکراتو  پر ګړنديتوب او په اجنډا کې په مهمو مسايلو بحث او خبرې کړي دي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی، چې دواړه  لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تېر ۲۰۲۰ م کال په سیپټمر میاشت کې مذاکرات پیل شول؛ خو لاهم دا خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA