ads

بادغیس ولایت کې ۵۵ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
21 غبرګولی 1400
بادغیس ولایت کې ۵۵ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د یاد ولایت والي حسام الدین شمس وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځمکني او هوایي ځواکونو قادس او مقر ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې بریدونه کړي چې په پایله کې ۵۵ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۲۵ تنه وسلوال طالبانو وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د شمس په خبره یو شمېر وسلوالو طالبانو پلان درلود چې د مقر ولسوالۍ پر یوې پوستې ډله ییز برید وکړي چې تر برید وړاندې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او د طالبانو برید یې په شا وتمبولو.

د بادغیس والي د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ټیګار کوي چې وسلوالو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې وسلوالو طالبانو د بادغیس ولایت پر بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه ډېر کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA