ads

افغان ځواکونو په لغمان ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان وژلی

په لغمان ولایت کې امنیتي چارواکي د وسلوالو طالبانو  تش په نوم د نظامي چارو مرستیال او مشهور قومندان بدالدین د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
21 غبرګولی 1400
افغان ځواکونو په لغمان ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان وژلی

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار وایي، افغان ځواکونو تېره ورځ د یوې نښتې په پایله کې د طالبانو مهم قوماندان بدرالدین په ګډون درې تنه وژلي او څو تنه نور ژوبل کړي دي.

د نوموړي په وینا په نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA