د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پل د هرات ـ پشتون زرغون ولسوالۍ پر عمومي لاره و، چې تېر مازدیګر مهال د چاودېدونکو توکو په واسطه ویجاړ شوی دی.
که څه هم د هرات سیمهییز چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
تر دې وړاندې هم طالبانو د هېواد په ځینو برخو کې پلونه ویجاړ کړي دي.
دغه پلونه د افغان سرتېرو د عملیاتو مخنیوي په هدف ویجاړ شوي دي.


