د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، دا سیمهییز خبریال د لوګر ولایت د ګلنګار ولسوالۍ په عربشاه سیمه کې وژل شوی دی.
هغه زیاتوي چې په دې سیمه کې تر ډېره طالبان واکمن دي او لومړنۍ څېړنې هم ښيي چې خبریال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو د وژل شوي خبریال د کورنۍ غړو بیا رسنیو ته ویلي چې حفیظ الله حقپرست د افغان سرتېرو په ډزو کې په نښه شوی او وژل شوی دی.
طالبانو بیا تر اوسه د وژل شوي خبریال په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.


