ads

په غزني کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني سیمه‌ییز چارواکي د افغان سرتېرو په متقابلو بریدونو کې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
20 غبرګولی 1400
په غزني کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، تېره شپه څلور بجې د غزني ښار مرکز اړوند شهبازخان سیمه کې طالبانو د افغان سرتېرو پر یوه پوځي اډه برید وکړ.
دی زیاتوي، برید د افغان ځواکونو له خوا په شاه تمبول شوی او ډېر شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمعه زاده په وینا، په دغه برید کې ۲۴ طالبان وژل شوي، څلور موټرونه، موټرسایکلونه او ګڼې وسلې یې هم له منځه وړل شوې دي.
د یاد ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې په دې پېښه کې ملکي وګړو او افغان سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۱۱۱ طالبانو وژل کېدو او ۷۹ نورو ټپي کېدو خبر ورکوي.
دفاع وزارت وایي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ، مېدان وردک، کندهار، ارزګان،زابل، بادغېس فاریاب، نیمروز، هلمند، تخار او بدخشان ولایتونو کې اوښتې ده.
تر اوسه طالبانو هم ځان ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA