په دې کتنه کې د بین الافغاني خبرو پر چټکتیا ټینګار شوی او په هېواد کې روان تاوتریخوالی غندل شوی دی.
د ملګرو ملتونو استازې یو ځل بیا ډاډ څرګند کړی چې دغه سازمان په ټول وس د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي چې حکومت د خبرو له لارې د روانې جګړې پایته رسېدو ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده.
د ملګرو ملتونو استازې د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره هم کتلي او ژمنه یې کړې چې دغه سازمان به په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.
هغې د افغانستان په سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې د ښکېلو لورو تر منځ یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او د نظامیانو تر څنګ ګڼو ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوړي.


