د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، په دې کتنه کې یو شمېر نورو طالب مشرانو هم برخه درلوده.
هغه زیاتوي، په ترسره شوې ناسته کې پر بین الافغاني خبرو او د هېواد پر روان حالت خبرې وشوې.
د یادولو وړ ده چې تر اوږده ځنډ وروسته تېره ورځ د بین الافغاني پلاوو تر منځ هم کتنه شوې وه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، په دې ناسته کې د مذاکراتو پر چټکتیا او اجنډا هوکړه وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د سیمې هېوادونو په سفر راوتلی او ټاکل شوې چې تر دې وروسته دوحې ته سفر وکړي او هلته به د دواړو مرکچي پلاوي له غړو سره وګوري.


