د قوای مرکز هټۍ د باج غوښتنې له امله تړل شوې

د کابل د دویمې امنیتي حوزې اړوند د قوای مرکز سیمې هټیوالو د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل چې په دغه سیمه کې د حسیب قوای مرکز په نوم یو کس له دوی څخه د باج ورکولو غوښتنه کوي، نو له همدې کبله یې دوکانونه تړلي دي.