هغوی زیاتوي، دغه کس د هرې هټۍ پر سر له دوی څخه د ۳۰ زره ډالرو غوښتنه کوي.
خو د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی د سیمې له هټیوالو او اوسېدونکو سره په اړیکه کې دي او هېچاته له دوی څخه د باج اخیستلو اجازه نه ورکوي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل چې که څه هم د سیمې اوسېدونکو په دې اړه له دوی سره اړیکه نه ده نیولې، خو دوی د سیمې له هټیوالو او اوسېدونکو سره په اړیکه کې دي او هېچا ته د باج اخیستلو اجازه نه ورکوي.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو له لوري هم دغه اندېښنه مطرح شوه.
تر دې وړاندې هم له هېوادوالو د باج اخیستلو په تړاو ګڼ شکایتونه شوي دي.


