د غزني په ځنیو ولسوالیو کې امنیتي سرتېري مېشت شوي

د غزني سیمه‌ییز چارواکي که څه هم په تېرو ورځو کې د دغه ولایت په مقر، اب بند او جغتو ولسوالیو کې د افغان سرتېرو د تکتیکي شاتګ خبر ورکوي، خو اوس وایي چې یادو ولسوالیو ته تازه دمي سرتېري استول شوي دي.