د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، افغان سرتېري چې کومانډو او هوایي ځواکونه یې هم ملاتړ کوي، د غزني په مقر، اب بند، جغتو او قره باغ ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي او تصفیوي عملیات یې پیل کړي دي.
دی زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، دغه عملیات به له طالبانو د یادو ولسوالیو تر پاکېدو پورې دوام وکړي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.خو په ځینو ولایتونو کې یې بیا افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی.


