ads

اندړ: دا مهال په نهه ولایتونو کې جګړه روانه ده

د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو او افغان سرتېرو تر منځ د هېواد په نهه ولایتونو کې د جګړې د دوام خبر ورکوي.

محمدخان بریال
20 غبرګولی 1400
اندړ: دا مهال په نهه ولایتونو کې جګړه روانه ده
د دې شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ وایي، د طالبانو تمرکز پر جګړه دی او هڅه کوي چې ځینې سیمې د نیولو په نوم تخریب او هېوادوال کډو کولو ته اړ کړي.
هغه زیاتوي چې دا ډله د جګړې د ټولو اصولو خلاف پر ملکي او عامو وګړو فشارونه ډېروي.
د ده په وینا، همدا اوس طالبان د نهه ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې له افغان سرتېرو سره په مخامخ جګړه بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او ځینې ولسوالۍ د دواړو لورو تر منځ لاس په لاس شوې دي.
امنیتي بنسټونه او طالبان دواړه په دغو نښتو کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA