د پنټاګون چارواکو دې ورځپاڼې ته څرګنده کړې، که د طالبانو له لوري په افغانستان کې د لوی ښار د نیولو هڅه کېږي، نو دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ پر هوایي بریدونو غور کوي.
دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې لاهم په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
هغه زیاته کړې، دا یو غوراوی دی چې که کابل او نور لوی ښارونه د طالبانو له خوا کلابند کېږي، په کابل کې د دوی د سفارت کارمندانو او د نورو بهرنیو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي، نو په هغه صورت کې به د امریکا بې پیلوټه الوتکې متقابل بریدونه وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا جمهور رییس هم ویلي چې په استثنایي حالاتو کې به امریکا په دې اړه پرېکړه وکړي.
ټاکل شوې چې د امریکا د نوې پرېکړې له مخې، د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي او واک به افغان ځواکونو ته وسپاري.
خو واشنګټڼ لاهم د افغان پوځ د وړتیا په اړه اندېښمن دی.


