د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۵۱ تنه مړه شوي او ۲۵۷ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۳۳۵۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۹ زره او ۸۱۶ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


