د ملي امنیت اړوند له صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دره نور ولسوالۍ په «املې» سیمه کې ځانګړي شپنې عملیات ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغو عملیاتو په پایله کې یې د داعش وسله والې ډلې د ترور او اختطاف غړی یوسف خان نیول شوی دی.
د سرچینې په وینا، نیول شوي کس داعش ډلې ته په کابل او ننګرهار ولایتونو کې دولتي او شتمن کسان ترور او اختطاف کول.
داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.


