ads

په میدان وردک ولایت کې هلیکوپټر نسکوره شوې

دفاع وزارت د میدان وردک ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د هلیکوپټرې نسکورېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
19 غبرګولی 1400
په میدان وردک ولایت کې هلیکوپټر نسکوره شوې

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدي د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه د میدان وردک ولایت د جغتو ولسوالۍ په «سېدې» سیمه کې د تخنیکي ستونزو له امله یوه ام ۱۷ هلیکوپټر لوېدلې ده.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې د الوتکې درې اعله وژل شوي او یو بل ټپي شوی، چې په وینا یې، ټپي د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.
که څه هم امنیتي چارواکي د دې هلیکوپټرې لوېدو لامل تخنیکي ستونزې یادوي، خو طالبانو بیا ویلي چې الوتکه د دوی جنګیالیو وېشتلې ده.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، دې الوتکې په یادې ولسوالۍ کې افغان سرتېرو ته اکمالات کول چې د دوی له لوري په نښه شوه.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان سرتېرو الوتکې د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA