ads

په ارزګان کې د طالبانو موټر بم برید شنډ شو

د ارزګان والي محمدعمر شېرزاد وايي، تېره شپه د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې وسله والو طالبانو غوښتل چې د افغان ځواکونو پر يوې پوځي اډې موټر بم بريد وکړي چې د افغان ځواکونو لخوا شنډ شوی دی.

احسان الله ولسمل
19 غبرګولی 1400
په ارزګان کې د طالبانو موټر بم برید شنډ شو

هغه زیاتوي، وروسته په سيمه کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه هم کړي، چې پرمهال يې يو پوليس وژل شوی او دوه د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.
د شېرزاد په خبره، په دغه جګړه کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي، چې د درېيو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
بلخوا، بیا د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دغه برید پړه منلې او زیاتوي چې لسګونه افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA