ads

نړیوال بانک: د پروژو په پلي کېدو کې له افغانستان سره مرسته کوو

جمهور رییس د نړیوال بانک له مرستیال سره د پروژ پر پلي کېدو بحث وکړ.

محمدخان بریال
19 غبرګولی 1400
نړیوال بانک: د پروژو په پلي کېدو کې له افغانستان سره مرسته کوو

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته د نړیوال بانک له مرستیال هارتویګ شیفر سره په ارګ ماڼۍ کې وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د ملي پروژو پر پلي کېدو بحث وکړ او جمهور رییس محمد اشرف غني په دې برخه کې د افغان حکومت لومړیتوبونه تشریح کړل.
په ورته وخت کې د نړیوال بانک مرستیال جمهور رییس ته ډاډ ورکړی چې دغه بانک به د افغان حکومت د لومړیتوبونو پر اساس د بېلابېلو پروژو پر تمویل بحث وکړي.
ټاکل شوې چې د نړیوال بانک له استازو سره د افغان حکومت د مختلفو سکټورونو ناستې ترسره شي، څو په هېواد کې د پروژو په پلي کېدو کې د اړوندو بنسټونو تر منځ لازمه همغږي وشي.
نړیوال بانک پر داسې مهال له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو د دوام خبر ورکوي چې لاهم دغه هېواد د ملي او نورو پروژ په پلي کېدو کې د نړیوالو هېوادونو مرستو ته جدي اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA