ads

په بغلان کې د ماین پاکۍ موسیسې ۱۰ کارمندان وژل شوي

د بغلان امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو په برید کې د ماین پاکۍ موسیسې د ۱۰ کارمندانو وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
19 غبرګولی 1400
په بغلان کې د ماین پاکۍ موسیسې ۱۰ کارمندان وژل شوي

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوېد بشاره کلید ته وویل، تېره شپه ۱۰ بجې طالبان د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ موسیسې کمپ ته ننوتلي او د دې موسیسې پر کارمندانو یې برید کړی.
دی زیاتوي، د طالبانو په برید کې د ماین پاکۍ موسیسې ۱۰ کارمندان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره د بغلان ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.
ویل کېږي چې وسله والو لومړی د دې موسیسې ۱۰۰ کارمندان په یوه خونه کې راټول کړي او وروسته یې پر هغوی برید کړی.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
د برید مسولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA