د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحیدالله مجروح د چهار شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل، ټاکل شوې چې سبا له ترکیې څخه د یونسف په مرسته کابل ته د اکسېجن د تولید ۱۰ نورې دستګاوې راولېږدول شي.
هغه په ورته وخت کې د اکسېجن پر ناسم لګښت نیوکه کوي او له خصوصي روغتونونو او په ځانګړي ډول له شتمنو خلکو غواړي چې د اکسېجن مناسب لګښت ته پام وکړي.
هغه وایي، د کورونا ویروس درېیمه څپه په هېواد کې مخ په ډېرېدو ده او په پنځو ولایتونو کې له ښوونځیو او پوهنتونو څخه د دوی ارزونه ښيي چې له ۲۸ بیا تر ۳۲ فیصده زده کوونکي او محصلین پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
نوموړی همدارنګه د روغتیایي ادارو له لوري د کورونا ویروس د درېیمې څپې د غوره مدیریت ادعا کوي.
دا په داسې حال کې چې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، روانه اونۍ به په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نور هم لوړ شي.


